ایران وایي هیله لري چې د مسکو غونډه افغانستان یو ګام نور هم سولې ته نږدې کړي. د اسیا د لودیځ هېوادونو په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي رسول اسلامي ویلي، ایران تل غوښتي چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي او اوس هم هیله لري چې د مسکو کنفرانس وکړی شي افغانان یو ګام نور هم سولې ته نږدې کړي. نوموړي ویلي په دغه کنفرانس کې خبرې او بحثونه د ټولو اړخونو د قناعت وړ و او دا غوښتنه شوې چې ورته غونډې دې وغځول شي. دده په خبره ګډونکوونکي هېوادونو پرېکړه کړې چې ژر تر ژر به د افغان سولې په اړه بله غونډه هم جوړوي. اسلامي وايي دا لومړی ځل و چې د افغان سولې شورا استازو او طالبانو له یو بل سره ولیدل او په دې توګه یې خپلې خبرې سره شریکې کړې. نوموړي ټینګار کړی چې افغان جګړه د خبرو پر مټ د حل وړ ده او ټولو ښکېلو اړخونو ته په کار ده، چې په دې حقیقت ځان وپوهوي.