وروسته تر هغه چې نن د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت راکټي برید وشو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دغه برید مسوول ایران بللی دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ایران په ښکاره او بې رحمانه توګه د خپلو لاسپوڅو په واسطه یو ځل بیا عراق کې د امریکا پر سفارت د برید په ترڅ کې دوه عراقي نظامیان ټپیان کړي دي. نوموړي زیاته کړې، دا فاسد او جنایتکاره وګړي باید د سیمې د بې ثباته کولو له امله د خپلو دې بې رحمانه اعمالو په سزا ورسېږي. د یادونې ده چې عراقي ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې یوې غیر قانوني وسله والې ډلې د عراق په شنه ساحه کې د امریکا پر سفارت اته راکټونه توغولي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد بریدونه ځاني زیان نه لري خو ډېر مالي زیانونه یې اړولي دي.






































