نوکیا کمپنۍ خپل لومړنی لپټاپ معرفي کړ. دغه لپټاپ نوکیا پیوربک اېس۱۴ نومول شوی او هندوستان کې به خرڅلاو ته وړاندې شي .دغه لپټاپ ۱۴ انچه فول اېچ ډي ډوله مخپاڼه او ۱٫۱ کیلوګرام وزن لري. پیوربک ۱۴ به یوازې تور رنګ کې د ډسمبر په ۱۸مه په هندوستان کې د فلېپ کارټ له لارې په پرلیکه توګه خرڅلاو ته وړاندې شي. د نوکیا کمپنۍ د دغه لپټاپ مخپاڼه ۱۹۸۰*۱۰۸۰ پکسل ریزلوشن لري او له ډولبي وېژن څخه هم ملاتړ کوي. پیوربک اېکس۱۴ نومي دغه ځیرک موبایل کې د اېنټل کمپنۍ کور ای۵ پروسېسر او الټرا اېچ ډي ګرافیکس ورکړل شوی دی. دغه لپټاپ به ۸ ګېګابایټ رم او ۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. اوسمهال پري اډر لپاره د دغه لپټاپ بیه ۵۹٫۹۹۰ هندي کلدارې ټاکل شوې ده، خو خرڅلاو ته له وړاندې کېدو څخه وروسته به يې بیه تر دې لوړه وي.