د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي که هند کوم بېځایه حرکت ترسره کړي نو دا ځل به پاکستان پر هند داسې برید وکړي چې ټول تاریخ به یې په یاد ساتي. د هغه موخه اټومي برید و او په خپلو خبرو کې یې ویلي تر دې برید وروسته به په هند کې نه بوټی زرغون شي او نه به د معبد زنګ وکړنګېږي. تر دې مخکې اسلام اباد ملګرو ملتونو ته هم په یوه لیک کې ویلي چې له پولې هاخوا هند پر پاکستان د یوه ستر برید تیاری نیسي او باید مخنیوی یې وشي. دمګړی د پاکستان سمندري او هوايي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي. هند بیا پر دې څرګندونو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.






































