ترکیې د خاشقجي د وژنې په تړاو ثبت شوي غږونه له نورو هېوادونو سره شریک کړي دي. ترکي چارواکو ویلي، د خبریال او ژورنالیست جمال خاشقجي وژنې په تړاو یې ثبت شوي غږونه له امریکا، برتانیا، سعودي عرب او نورو سره شریک کړي دي. خاشقجي چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې د اکتوبر میاشتې په دویمه نېټه د سعودي په استانبول کونسلګرۍ کې وژل شوی و. ترکیې کې چارواکو تېره اونۍ وویل، خاشقجي د کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو سره سم تر ستونی نیول شوی او وژل شوی دی. سعودیانو بیا ویلي، په دې تړاو یې ۱۸ کسان نیولي چې سعودي عرب کې به محاکمه کېږي، خو ترکیې بیا د دې کسانو ورسپارلو غوښتنه هم کړې. جمال خاشقجي تر لسیزو پورې د شاهي کورنۍ له نژدې کسانو یو و، خو وروسته له پامه وغورځېد او تېر کال امریکا ته لاړ. نوموړي همالته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره هره میاشت یو لیکنه کوله او د سعودي عرب د ولیعهد پر پالیسیو یې نیوکې کولې.