د اریانا الوتکې د پيلوټ تېروتنه ددې سبب شوه، چې ساعتونه د نوي ډهلي هوایي ډګر محاصره شي. د رسنیو د راپورونو له مخې اریانا افغان الوتکه له نوي ډهلي د کندهار په لور خوځېده، چې د اختطاف زنګ یې وهلی دی. رسنۍ وايي چې له دې سره سم د ترهګرۍ ضد هندي پولیسو د نوي ډهلي هوايي ډګر محاصره کړ او الوتکه یې له الوتنې را وګرځوله. تر دوه ساعته څېړنو وروسته معلومه شوه، چې د الوتکې پيلوټ په تېروتنې د خطر زنګ وهلی و او کومه ترهګریزه پېښه نه وه. په الوتکه کې ۱۳۳ کسه سپاره و او چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.



































