شیاومي کمپنۍ خپل د رېډمي لړۍ نوی ځيرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل چې مناسبې ځانګړنې او ارزانه بیه لري، رېډمي۹ پاور نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۶۶۲ اوکټا کور ډوله پروسېسر او ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوي دي. دغه ځیرک موبایل ۶٫۵۳ انچه فول اېچ ډي پلس مخپاڼه لري. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې د سېلفي لپاره ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ملاتړ وړتیا لري. شیاومي رېډمي۹ پاور به د ډسمبر په ۲۲مه خرڅلاو ته وړاندې شي. د دغه ځیرک موبایل ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۰۹۹۹ هندي کلدارې او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۱۹۹۹ هندي کلدارې ټاکل شوې ده.