د افغان-ترک ښوونځیو د ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار ۶بجې افغان امنیتي ځواکونو او د هرات د پوهنې ریاست چارواکو په هرات کې د افغان-ترک پر ښځینه او نارینه ښوونځیو چاپه وهلې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې د هلکانو په ښوونځي کې څو کسه استادان او ښوونکي د پولیسو له لوري نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د نجونو ښوونځی هم محاصره کړی دی او په زور دغه ښوونځي ته ننوتلي دي. ددغه ښوونځیو ادارې ویلي چې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو دغه کار غیر قانوني دی او له ټولو نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې عمل دی. دوی له افغان حکومت غوښتي چې د ورته غیر قانوني کړنو مخه ونیسي. تر دې وړاندې په نورو ښارونو کې هم پر افغان-ترک ښوونځيو ورته چاپې وهل شوې دي.



































