اروپايي کمېسیون په دې حساس وضعیت کې له برېتانیا سره د تګ راتګ بندیز د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده. ددغه کمیسیون ۲۷ غړو په تازه څرګندونو کې ویلي په دې حساسو شرایطو کې چې د کریسمس رخصتۍ دي او زرګونه کسان د اروپا له بېلو ښارونو باید برېتانیا ته تګ راتګ وکړي له ستونزو سره مخ دي. همدا اوس زرګونه موټرونه، مسافر او الوتکې چې ټاکل شوې له بېلو اروپايي هېوادونو برېتانیا ته لاړ شي درول شوي دي. همدا راز د کریسمس پر مهال میلیونونه ټنه کارېدونکي ډول ډول توکي هم برېتانیا ته نه لېږل کېږي چې ښايي ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي. له برېتانیا سره تر هغه وروسته د شاوخوا پنځوسو هېوادونو تګ راتګ بند شو چې په دغه هېواد کې د کرونا د یوې نوې بڼې د خپرېدو راپورونه خپاره شول. ویل کېږي چې د کرونا دا بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده.






































