ولسمشر غني په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني ویلي، چې یوسف رشید په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کېدو او او د ټاکنیزو بهیرونو د روڼتیا برخه کې قدر وړ هڅې کړې دي او اړوندو مسوولینو ته یې، د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې کړې دي. نوموړي پر عامه تاسیساتو او بنسټونو د تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، دښمنان په دغه ډول جنایتونو او بریدونو سره اوسنی افغانستان له پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو له انکشاف څخه چې د افغانانو د بې درېغه کوښښونو او سرښندنو په پایله کې یې ترلاسه کړي، نشي شاته کولی.






































