د ایران رسمي خبري اژانس ایسنا وايي، ایراني چارواکو په تهران کې سلګونو ښځو ته اجازه ورکړې چې د اسیا فوټبال سیالیو د پایلوبو کتو لپاره د نندارچیانو په ډله کې کیني. ۳۵ کاله کېږي چې ایران کې ښځې د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شي کتلی. تېره میاشت هم شاوخوا ۱۰۰ ښځو ته د ایران او بولیویا ترمنځ د دوستانه لوبو کتلو ته اجازه ورکړل شوه، خو ژر بېرته پر ښځو بندیز ولګول شو. تر دې وړاندې لسګونه ایراني ښځې د لوبو نندارو ته د ورتلو له امله د پولیسو له لوري نیول شوې او محاکمه شوې دي. تېره میاشت په همدې تړاو یوه مېرمن بندي شوې هم وه. په ۱۹۷۹ کال ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې ښځو ته د سړیو لوبو د نژدې کتلو بندیز و او له ۱۹۸۱ کال راهیسې ښځو د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شوای کتلی. په ۲۰۱۳ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له تهران ددې قانون د لغوه کولو غوښتنه وکړه. په ۲۰۰۶ کال، د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.