د امریکا د تینیسي ایالت په مرکز ناشویل کې چاودنه شوې ده .د یاد ایالت پولیسو ويلي چې په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي او دغه راز یو شمېر ودانۍ هم نړېدلې دي. پولیس دغه راز وايي چې د چاودنې څخه وړاندې ورته له سیمې څخه د ډزو راپورونه ورکړل شوي وو او سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې یوه موټر چاودنه کړې ده. پولیس زياتوي چې چاودنه د ناشویل په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې په کې ډېری وخت ګڼه ګوڼه نه وي. عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او تر لرو ځایونو یې ودانۍ خوځولې دي.






































