د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د کابل د ټولو ټاکنیزو کارکوونکو له لرې کېدو او د رایو له بیا شمېرلو سره به په دغه ولایت کې د ټاکنو شفافیت لا ټینګ شي. یاد کمیسیون ډاډ ورکوي چې په کابل کې د کاروول شویو رایو بیا شمېرل به روڼوالی رامنځته او حق به حقدار ته وسپارل شي. د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، د کابل ولایت اړوند د ټاکنو ټول کارکوونکي له دندو لرې شوي او پر ځای یې د نورو ولایتونو هغه مسوولین ټاکل شوي چې په ټاکنو کې یې کارونه د پام وړ وو. دا په داسې حال کې ده چې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا هم د ټاکنو کمیسیون د دې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه د نوماندانو او پر ټاکنو د څار بنسټونو تر بیا بیا غوښتنو وروسته شوې ده.



































