د پاکستاني پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه الوتکې په ګلګټ بلتستان کې یو ټپي عسکر یوې پوځې اډې ته لېږداوه چې لوېدلې ده او پکې سپاره پوځیان وژل شوي دي. پوځ ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او تر اوسه یې لامل نه دی روښانه شوی. روان کال دا د پاکستاني پوځ درېیمه الوتکه ده چې په بېلو سیمو کې لوېږي او له امله یې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي. ددې تر څنګ هر کال په پاکستان کې د ملکي الوتکو لوېدل هم اندېښمنوونکي بلل شوي او وخت ناوخت د رسنیو توده موضوع وي.






































