د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، له دې لارې د دې ولایت بزګرانو او سوداګرو یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عایدات ترلاسه کړي دي.
عناب هغه طبي بوټی دی چې د ارزښت له مخې په سرو زرو مشهور دی.
عناب طبي بوټی د هېواد په ځینو سیمو کې په خپل سر شین کېږي او په ځینو نورو سيمو کې بیا د کرنې وزارت او خلکو له خوا کرل کېږي.
فراه د هېواد په کچه د عنابو تر ټولو مهم تولیدوونکی ولایت دی چې اوسمهال په دې ولایت کې په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې د عنابو بوټي کرل شوي دي.
د فراه ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دې ولایت کې شپږ زره کسان په مستقیم او ۱۸ زره کسان په غیر مستقیم ډول د عنابو په کرکيله بوخت دي.