هند د افغانستان پر سر د مسکو او واشنګټن ترمنځ له کشمکش وېره لري. د هند په حکومت کې ځينو سرچینو هندي رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی. کرونیکل ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي، چې د طالبانو په ځپلو کې د امریکا او افغان حکومت کمزوري ددې سبب شوه، چې لا هم پاکستان ډېری مسایل په خپل واک کې ولري. سرچینه زیاتوي طالبان لا هم د پاکستان په کنټرول کې دي او دغه هېواد له یادې ډلې استفاده کوي او د سولې اجازه نه ورکوي. دغه حکومتي سرچینې کرونیکل ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا د طالبانو په ځپلو کې بریالۍ نه شوه، خو وروستي بدلونونه هم ډېر هیله بښونکي نه دي. د سرچینې په خبره ددې وېره شته، چې د افغانستان پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ کشمکشونه او ناندرۍ راولاړې شي. کرونیکل د خپلې سرچینې په حواله لیکي، امریکا د افغان حکومت ملاتړې ده، روسیه ځان بې اغېزې بولي، نو ځکه یې له پاکستان سره لاس یو کړی دی او ددې تور شته چې له طالبانو ملاتړ کوي. هندي حکومت هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د افغان ستونزې په حل کې مرسته وکړي او له سوله ییزو لارو افغان جګړه پای ته ورسول شي.



































