د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې د روانې جګړې یوازینی لامل دا دی، چې امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې ناکام حضور درلود. ددغه وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي امریکا په افغانستان کې ۱۷ کاله جګړه وکړه، خو هغه موخې یې چې ملګرو ملتونو او ناټو ته په ګوته کړې وې تر لاسه یې نه کړي. له همدې امله دا ویلی شو، چې په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو حضور ناکام و او په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو سبب شو. ددغه وزارت یوه ديپلومات رسول اسلامي ویلي، اوس هم د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار دا ده، چې بهرنیان له افغانستان ووځي او په دې توګه به سولې ته لار هواره شي او روانې خونړۍ جګړې به ختمې شي.



































