تېره شپه په کابل کې یو شمېر کسانو د حکومت د بې غوریو پر وړاندې لاریون کړی دی. لاریون کوونکو تېره شپه د کابل څو سړکونه بند کړي وو او د ارګ تر شاوخوا پورې یې خپل لاریون غځولی دی. دوی وايي چې د هېواد په مرکزي برخه کې د هزاره مېشتو سیمو امنیت خراب شوی دی او حکومت یې په اړه هېڅ غبرګون نه ښيي. لاریون کوونکي حکومت په بې غوریو تورنوي او وايي، چې له څو ورځو راهیسې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې جګړه ده خو امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ ډول اقدام نه دی کړی. لاریون کوونکي همدا راز وایي چې له اروزګان او ځینو نا امنو ولایتونو سره د نږدې هزاره مېشتو ولسوالیو امنیت هم خراب دی او مرکزي حکومت پاملرنه نه ورته کوي. دغه کسانو داسې مهال لاریون کړی دی، چې د غزني د جاغوریو ولسوالۍ تر څنګ په مالستان کې هم شدیده جګړه شوې ده. طالبان ادعا کوي چې دغه ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې ده خو حکومت بیا تر اوسه د طالبانو ددغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.



































