د راپورونو له مخې وروسته تر هغه چې افغانستان ته د ایراني زعفرانو او ددغه بوټي د پيازو پر وارداتو بندیز ولګول شو، د افغان زعفرانو په بیه کې لوړوالی راغلی دی. د هرات ولایت د کرنې رییس بشیر احمد احمدي وایي د زعفرانو په اړه د ولسمشر فرمان ددغه قیمتي نبات پر بیه مثبت اغېز کړی دی. هغه وايي چې د هرات د زعفرانو د هرې کیلو په بیه کې پنځه زره افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د احمدي په خبره تر دې وړاندې یوه کیلو زعفران په پنځوس زره افغانۍ پلورل کېدل خو اوس یې بیه پنځه پنځوس زرو افغانیو ته لوړه شوې ده. نوموړي وویل چې حکومت په هرات کې د افغان زعفرانو د کرکېلې او تولید بشپړ ملاتړ کوي او ددغه مهم بوټي په ترویج سره به د هرات د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.