د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې ویلي په بلخ کې یې د جګړو او وچکالۍ له امله له بېځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته کړې ده. ددغه ادارې په وینا په دې ډله کې تقریبا ۲۵۰۰ کورنۍ شاملې دي. تر ډېره یادې کورنۍ له نورو ولایتونو بلخ ته راغلې دي. په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته دوه سوه امریکایي ډالر ورکړل شوي دي. یو ان ایچ سي آر وايي کډوال کولی شي چې له دې مالي مرستې په استفادې د ژمي لپاره سونتوکي واخلي. دغه اداره وايي له کډوالو سره دا مرستې کافي نه دي خو دوی تر خپلې وسې پورې مرستې ور رسولې دي.



































