په ګردېز کې د ۶۰۰ متر مکعب ظرفیت لرونکې د څښاک اوبو د ذخېرې ساختماني چارې بشپړې او ۴۵۰۰ کورونو ته د څښاک اوبو د رسولو د شبکې د فعالولو چارې پیل شوې دي. په پکتیا کې د اوبو رسولو ادارې مسوولین وایي، د دغې شبکې د جوړولو لپاره د افغانستان مالیې وزارت ۲۰۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. دغه شبکه به د ګردېز په ښار کې د ۶۴ کیلومټره په اوږدوالي هغه سیمې تر پوښښ لاندې راولي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان له مخې پکې کورونه جوړ شوي وي. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ویلي دغه پروژه به په شلو میاشتو کې بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.



































