په داسې حال کې چې د غزني ولایت د جاغوري د ولسوالۍ په اړوندو کې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو جګړه روانه ده، د امنیتي سرچینو په خبره سیمې ته یې تازه دمې ځواکونه استولي دي. د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د جاغوري ولسوالۍ ته د وسله وال پوځ تازه نفسه ځواکونه چې په ترکیب کې یې د کومانډو، د ملي امنیت او ۱۱۱مې فرقې اړوند ځواکونه شامل دي، استولي دي. ټاکل شوې ده چې دا ځواکونه به د وسله وال پوځ د لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي په مشرۍ د جګړې سیمې ته ورسیږي او له درېو بېلابېلو لوریو به پر طالبانو تعرضی بریدونه پیل کړي. د دفاع وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې د طالبانو تجمعات تثبیت شوي او په پام کې ده چې سیمې ته د تعرضي چورلکو سربېره جنګي جټ الوتکې هم ولېږل شي. دا ځواکونه وروسته تر هغه غزني ته لېږل کېږي چې په کابل کې سلګونه لاریونوالو پر حکومت غږ وکړ چې یادې سیمې له وسله والو طالبانو وژغوري.



































