د امریکا ځانګړي استازي د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. سرچینه کاږي دوستم خلیلزاد ته ویلي چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې ستر رول لوبولی شي. د افغانستان د ملي جنبش ګوند په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تېره ورځ ناوخته د افغان سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. خبرپاڼه کاږي، جنرال دوستم او خلیلزاد د ولسي جرګې د ټاکنو پر روڼوالي ټينګار کړی او روښانه کړې یې ده چې پاکې رایې باید له ناپاکو هغو جلا شي تر څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر فعالیتونو د خلکو باور رامنځته شي. سرچینه کاږي چې دواړو لوریو د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو هم مفصلې خبرې کړې دي. د یادونې ده، زلمي خلیلزاد تېر ماښام له ولسمشر غني سره هم د سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.



































