د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د Astana Club په څلورمه نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی. د کرزي د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې دا غونډه چې د Astana_club2018 تر عنوان لاندې د جیوپولیټیک پر نړیوالو ګواښونو بحث ته ځانګړې شوې، پخواني ولسمشر پکې د وینا سربېره د نړۍ له سیاسي او پېژندل شویو څېرو سره چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی وو، لیدلي دي. د یادونې ده دا ناسته چې سبا به هم دوام ولري له بیلابیلو هېوادونو نه پکې زرو پېژندل شویو څېرو ګډون کړی دی.



































