په کابل ښار کې د ځانمرګي بريد له کبله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
بريد پرون تر غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند استقلال لېسې ته څېرمه پر هغو دولتي ځواکونو وشو چې د يو لاريون د امنيت لپاره ګومارل شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وايي چې بريدګر پلى و او موخه يې پر لاريون بريد و، خو موخې ته له رسېدو مخکې امنيتي ځواکونو وپېژانده او ځانته يې چاودنه ورکړه.
هغه ويلي چې په بريد کې ۶ تنه شهيدان شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
لاريون د کابل ښار په پښتونستان واټ کې و او بريد هغه مهال وشو چې لاريون پاى ته ورسېد او لاريون کوونکي د سيمې د پرېښودو په حال کې وو.
لاريون کوونکو له دولته غوښتل چې د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو او دغه راز د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني بريد غندلى او ويلي يې دي: «تررويستان د دغه ډول جنايتونو په ترسره کولو سره نه يوازې خپلو شومو موخو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکوکرکه او نفرت لا زياتوي».
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بريد کې د وژل شويو په ډله کې درې مېرمنې، دوه نارینه او یو نظامي کس شامل دی.



































