د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، له ۴۲ کلونو وروسته د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز بیاورغول شو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هوا پېژندنې په اړه د وړاندوینې وړتیا لري او د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو مخکې ګواښونه هم ثبتوي.
دغه مرکز لومړی ځل په ۱۳۵۵ لمریز کال د ملکي هوانوردۍ په اداره کې رامنځته شو، خو په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله یې ټول بنسټونه له منځه تللي وو چې شاوخوا درې کاله مخکې په دغه مرکز دویم ځلي کار پیل شو او پرون په رسمي توګه پرانیستل شو.
د ملکي هوانوردۍ ادارې رییس محمود شاه حبیبي د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، دغه مرکز د نړیوال بانک او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په ۴،۵ ميليونو ډالرو مالي لګښت رغول شوی دی.