د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، له طالبانو سره یې په مسکو کې خبرې کړې دي. دده په وینا طالبانو ورته ویلي چې دوی له افغان حکومت سره د سولې او سیاسي مذاکراتو لپاره تیار دي خو تر هغه وروسته چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي. د کابلوف په خبره طالبان وایي کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان د خپلو وتلو مهالوېش وټاکي، هلته خپل حضور پای ته ورسوي نو طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. دغه روسي ديپلومات ویلي چې طالبانو همدا راز د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون تیاری هم ښودلی دی. کابلوف د مسکو غونډه ګټوره بللې ده او وايي، د لومړي ځل لپاره دوی بریالي شول چې طالبان او د افغان سولې استازي تر یوه چتر لاندې سره کینوي. هغه هیله څرګنده کړې چې امریکا او روسیه د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې سره هغږې کړي.



































