د بښنې نړیوال سازمان له المان د افغان کډوالو د ایستلو پر لړۍ غبرګون ښودلی دی. دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی نو المان ته په کار ده، چې دغه لړۍ ودروي. المان پرېکړه کړې چې په نږدې ورځو کې یوه ډله نور افغان کډوال هم کابل ته ولېږي. خو د بښنې نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې تېرو پارلماني ټاکنو وښوده، چې لا هم امنیتي وضعیت خراب دی او د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د سرچینې په خبره هره میاشت لسګونه وګړي د جګړو او ترهګریزو پېښو له امله وژل کېږي، نو د المان حکومت ته په کار ده، چې ژر تر ژره پر خپلو پلانونو له سره کتنه وکړي. دغه ادارې هیله څرګنده کړې چې المان د افغان کډوالو د لېږلو پیل کړې لړۍ تر یوې مودې وځنډوي.