ولسمشر غني جان هاپکینز پوهنتون ته د ویډیويي وینا پر مهال ویلي چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوې دي. دده په وینا اوس خبر له مګر وتلې او پر کله ولاړه ده. په دې مانا چې اوس پر دې بحث روان دی چې کله به ددواړو لورو ترمنځ د امن او سولې یو تړون رامنځ ته کېږي. هغه زیاته کړې، چې مخکې یې هم د افغانستان په سوله کې د پاکستان د مداخلې مخالفت کړی دی او اوس هم ددې مخالف دی چې پاکستان دې په دې مسئله کې مداخله وکړي. د ولسمشر غني په وینا که پاکستان د افغانستان په سوله کې مداخله وکړي او یا صلاحیت ورکړل شي نو د افغانستان روانه جګړه به لسیزې نوره هم اوږده شي. نوموړي په پوره ډاډ ویلي چې افغانان سولې ته نږدې شوي دي او ډېر ژر به واضح او د افغانانو په خوښه له طالبانو سره د سولې تړون رامنځ ته شي. ولسمشر غني په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي. خو تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې سولې ته ډېر نږدې شوي دي.



































