د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان تېره ورځ ملا عبدالصمد ثاني او صلاح الدین له زندان خوشي کړي دي. ملا عبدالصمد ثاني د طالبانو په وخت کې د څو ولایتونو د والي تر څنګ د مرکزي بانک رییس تېر شوی دی. وسله والو طالبانو له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ددغه کسانو د خوشي کېدو خبره تایید کړې ده. وسله والو طالبانو ویلي چې یاد دوه قومندانان یې تېره ورځ د پاکستاني پوځ له زندانه خوشي شوي دي. دغه کسان داسې مهال خوشي کېږي چې همدا اوس د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې تودې شوې دي. تر دې وړاندې د ملا عمر مرستیال ملا برادر د پاکستان له زندان خوشی شوی و. داسې ویل کېږي چې ملا برادر د زلمي خلیلزاد په ټینګار له زندان خوشی شوی دی. پاکستاني حکومت تر اوسه ددغه مسئلې په اړه څه نه دي ویلي.



































