افغان حکومت وایي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي. ارګ د امریکايي رسنیو پر هغو راپورونو غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، امریکا پر دې غور کوي چې د افغانستان راتلونکې ټاکنې وځنډوي کنه. د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو مسوول محمد هارون چخانسوري پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي. دده په خبره د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۸ کال ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او په افغانستان کې د ولسواکۍ روان بهیر کې به خنډ نه جوړېږي. بل پلو د ولسمشر ستر سلاکار فضل محمود فضلي هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې افغانستان یو مستقل هېواد دی، دیموکراتیک نظام لري او د هېچا په فرمایش او غوښتنه به ټاکنې نه ځنډول کېږي. دده په خبره افغان حکومت ته هېڅ داسې وړاندیز د منلو وړ نه دی، چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. د فضلي په وینا هېڅوک د افغانانو د ارادې خلاف اقدام او غوښتنه نه شي کولی.



































