د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه ایالت کې لا هم اورلګېدنه روانه ده او دا تر ټولو اوږده اورلګېدنه بلل کېږي. نږدې یوه اونۍ کېږي چې د کلیفورنیا په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی، خو حکومت یې په کابو کولو کې پاتې راغلی دی. په یوه اونۍ کې ۴۴ کسان ددغه اورلګېدنې له امله وژل شوي دي. له اورلګېدنې زیانمن شوي خلک پر حکومت نیوکه کوي چې ددغه وحشتانکې پېښې په کابو کولو کې پاتې راغلی دی. ځینې بیا وايي چې د ټرمپ د ناسم مدیریت له امله سیمو ته په وخت مرستې او کمکونه نه رسېږي. زرګونه کسان له خپلو مېنو تښتېدلي دي او اور لا هم په شدت مخ ته روان دی. باد او توپان اور لا ګړندی کړی دی.