د جمعیت ګوند اجرايوي رییس عطا محمد نور وایي په هېواد کې وضعیت کړکېچن دی، خو ولسمشر د قانون خلاف له دولتي امکاناتو په استفادې ولایتونو ته سفرونه کوي او ټاکنیز کمپاین مخ ته وړي. دده په خبره په هېواد کې هره ورځ ولسوالۍ سقوط کوي، نا امني ډېره شوې ده، د امنیتي ځواکونو تلفات اوج ته رسېدلي دي، خلک له حکومت ناراضه دي، خو حکومت د خلکو د غږ اورېدلو پر ځای په نمایشي کارونو بوخت دی. دده په خبره ولسمشر له دولتي الوتکو او امکاناتو په استفادې ټاکنیز کمپاین پیل کړی دی او همدا راز د کمپایني چارو لپاره یې پر ځينو مهمو څوکیو نفوذ لرونکي کسان ګومارلي دي او یا غواړي و یې ګوماري. نوموړي پر حکومت غږ کړی چې د نمایشي کارونو پر ځای دې د خلکو غږ واوري، امنیت دې تامین کړي، د ولسوالیو د سقوط مخه دې ونیسي او د سولې په برخه کې دې خپلې هڅې عملي او اغېزناکې کړي.



































