د ترکي چارواکو په وینا تر دې دمه د دوو کسانو مړي موندل شوي چې یو یې ماشوم دی. دوو کسانو ځانونه ساحل ته رسولي یو د پولیسو له لوري ژغورلی شوی، خو لس کسه نور بیا لا درکه دي. ژغورل شوو کسانو ویلي چې په کيښتۍ کې ټولټال پنځلس کسه سپاره وو. له دې ډلې یوازې یو یې عراقی و او پاتې نور ټول افغانان وو. تر اوسه د لسو لادرکه شوو کسانو په اړه معلومات نشته دي.



































