د پکتیا، پکتیکا، لوګر او خوست ولایتونو یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې له دولت او د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې د بینالافغاني مذکراتو له لارې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای لار ولټوي.
دا غونډه پرون په ګردېز ښار کې جوړه شوې وه.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په افغانستان کې د جګړې بندېدو او د سولې په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو رول اغېزناک وباله.
د پکتیا ولایت د علماوو شورا ريیس مولوي خواجهالدین حقبیان په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د حل لارې د موندلو په هدف په مسکو کې له جوړې شوې غونډې د ملاتړ تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ چې بینالافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
د غونډې ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک د پکتیا ولایت د حج او اوقافو د ريیس مولوي عبدالغفور له خوا ولوستل شو چې په ځینو برخو کې یې راغلي: «هر هغه څوک چې د سولې لپاره په هر عنوان خنډ جوړوي، په کلکه یې غندو، د هېواد دننه او بهر چې کومې غونډې ترسره شوې دي، د ټولو ملاتړ کوو، د جنګ له ښکېلو خواو غواړو چې د سولې لپاره خنډ ونه اوسي، تر څو د اوربند له لارې مذاکراتو ته لاره هواره شي».
د سوېل ختيځ زون مخورو له ګاونډيو هم وغوښتل چې د افغانانو تر منځ د نظر له اختلافه دې ناوړه ګټنه نه کوي او له افغان سولې سره دې مرسته وکړي.



































