د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، په غزني او خاص اروزګان کې جګړې قومي نه بلکې د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې دي. ویس احمد برمک چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته یې خبرې کولې وویل، وسله والو طالبان د سیمې د استخباراتو په مرسته هڅه کوي پر حکومت او خلکو فشار راوړلو سره د خلکو تر منځ نفاق رامنځته کړي. ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو نن د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد بر مک او د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزی خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتې وو. د وکیلانو د معلوماتو له مخې معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته ورغلی وو خو د نامعلومو دلایلو له مخې یې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ګډون ونه کړ. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۳ ورځو راپه دېخوا په خاص اروزګان، د غزني په جاغوري او مالستان او شمېر نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.



































