لوګر کې يو پوليس خپل درې ملګري پولیس سرتېري وژلي ، يو يې ټپي کړى او يو شمېر وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند په متانيو پوسته کې يوه پوليس درې نور پوليس وژلي او يو بل يې ټپى کړى دى. ده وويل چې امنيتي او کشفي ارګانونو د ياد کس د نيولو هلې ځلې پيل کړې دي. خو د لوګر د ولايتي شورا يوې سرچينې بیا ویلي چې پېښه بېګا نهه بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې درې پوليس وژل شوي او يو شمېر نور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.




































