مرکزي بانک وایي چې د افغانیو ارزښت لوړولو په موخه دېرش میلیونه ډالر لیلاموي. د یاد بانک لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک د روان کال د لړم مياشتې په ٢۶ نېټه د شنبې په ورځ ٣٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. د سرچینې په خبره په شرايطو برابرو صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه تصفيه کړي. سرچینه وایي، هغه صرافان چې تر اوسه یې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين لپاره په ليلامونو کې د ګډون په موخه نه دي تحويل کړې، کولى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې ګډون وکړي.