کندهار ولایت کې به په ۵زره جریبه ځمکه کې د ۴۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شي. د ماليې وزارت په مشرۍ او د يو شمېر نورو وزارتونو په همغږۍ ګډ پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د والي له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې ویلي، دوی پلان لري چې په کندهار کې د ۴۰۰ مېګا واټه لمریزې برېښنا سیسټم جوړ کړي. کندهار ته تللي پلاوي د دغه سيسټم د جوړولو لپاره له ولايتي ادارې نه د ۵۰۰۰ جريبه ځمکې غوښتنه کړې. یاد پلاوي ویلي دغه برېښنا به د کندهار ښار تر څنګ تر يو شمېر ولسواليو هم ورسېږي. دوی ویلي چې د ځمکي تر مشخصېدو وروسته به ډېر ژر د دغه سيسټم د جوړولو چارې پیل کړي.د ویلو ده چې کندهار هم د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د برېښنا ستونزه یې ډېری وخت خلک اعتراضونو ته اړباسي.