د افغانستان لویه څارنوالي وایي، حکومت باید په متواتر ډول د زندانونو وضعیت وڅاري ځکه په دغه زندانونو کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د افغانستان لوی څارنوال وایي، چې په محابسو کې د سمو خوړو په شمول، د صحي او اموزشي خدماتو نشتوالی او د زندانیانو لپاره پر وخت د رخصتۍ نه ورکول، داسې نور هغه موارد دي، چې په زندانونو کې ترې شکایتونه زیات دي. په همدې حال کې د حکومت اجرایيه ریيس وایي، چې د وړاندیز پراساس په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره قانوني اقدامات کیږي. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وایي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۳۶ زره او ۴۶ تنه بندیان دي، چې د اته زره او ۷ سوه پولیسو له لوري ترې ساتنه کیږي او هغه ستونزې، چې په دې برخه کې موجودې دي د حل لپاره یې د وزیرانو شورا باید ځانګړې بودیجه په پام کې ونیسی.




































