روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په هدف د مسکو له لوري د پیل شویو هڅو پر وړاندې د امریکا وروستی دریځ دغه پروسه زیانمنوي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې مسکو د افغان سولې په هدف د پیل شویو هڅو له لارې په افغانستان کې د امریکا د کړنو د زیانمنولو پلان نه لري. د مسکو له ناستې وروسته یوشمېر امریکایي چارواکو ویلي، چې روسیه په دې ډول غواړي په افغانستان کې د امریکا هڅې ناکامې وښيي، خو مسکو وایي له دې اقداماتو څخه یې هدف د افغان کړکیچ سیاسي حل دی. د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو یوازې د سولې په برخه کې د مرسته کونکي رول ترسره کوي او غواړي د افغان کړکیچ ښکېل لوري یوې پایلې ته ورسیږي.



































