فارن پالیسي نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي، هند غواړي د افغانستان له اوبو او بندونو د پاکستان پر ضد د وسلې په توګه کار واخلي. نشریه لیکي هند غواړي په دې وروستیو کې د افغانستان پر سیندونو ځينې پروژې پيل کړي او همدا اوس یې کابل ته نږدې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې روانې کړې دي. د نشریې په خبره د افغانستان د اوبو بندونه به د پاکستان پر ضد د هند خطرناکه وسله وي او دا مسئله به په پاکستان کې سخته وچکالي رامنځ ته کړي. فارن پالیسي همدا راز دا خبرداری هم ورکوي چې د هند دغه ډول اقدامات ښایي په نړۍ کې یوې بلې ستونزې ته هم لمن ووهي. د نشریې په مطلب کې راځي چې افغانستان هم د بندونو له جوړولو پرته بله چاره نه لري، ځکه په دغه هېواد کې هم وچکالي پیل شوې ده او د بارانونو کچه پکې شپېته سلنه راکمه شوې ده. بل پلو د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې هند کابل ته نږدې د شاتوت بند د رغولو کار په چټکۍ روان کړی دی. د ورځپاڼې په خبره ددې بند په جوړېدو سره به پاکستان ته د اوبو په ورتګ کې ۱۶سلنه کموالی راشي.