په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي وایي، ولسمشر غني له خلکو سره د ژمنو عملي کولو پرځای هیواد له بحران سره مخ کړی. ابدالي په یوه مرکه کې ویلي، چې که افغانستان د سیمې هیوادونو د تقابل پر ډګر له بدلېدو ونه ژغورل شي نه یوازې افغانستان بلکې ښکېل هیوادونه به هم سخت زیان وویني. شیدا محمد ابدالي وایي، په راتلونکي حکومت کې د اجراییه ریاست د برخلیک او د ولسمشر د دریو مرستیالانو د انتخاب لپاره باید لویه جرګه راوبلل شي. په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر او د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند وایي، د سولې ټینګښت ، اقتصادي وصعیت کې بدلون او د امنیتي وضعیت سمون د ولسمشر غني اساسي ژمنې، خو په وینایې په تیرو څلورو کلونو کې د عملي کېدو پرځای هیواد له بحران سره مخ شوی دی. شیدا محمد ابدالي وایي، افغانستان باید د ګاونډيو او سیمې هیوادونو سره متوازن سیاست پرمخ یوسي، خو خبرداری ورکوي چې که هیواد د سیمې او نړۍ هیوادونو له تقابل څخه لرې ونه ساتل شي،نو نه یوازې افغانستان بلکې ښکېل هیوادونه به هم سخت زیان وویني. ابدالي وایي، د کندهار له قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته کابل ته راغلی او هڅه کوي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره داسې یو انتخاباتي ټکټ رامنځ ته کړي چې هیواد له روان کړکیچ څخه وژغورلای شي.




































