په کابل کې د ترکیې سفیر په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په بېلو برخو کې به له افغانستان سره د ترکیې مرستې او همکارۍ دوامداره وي. د سفیر په وینا ترکیه تر ډېره هڅه کوي چې له افغانستان سره یې اقتصادي همکارۍ پراخې شي. اوزان ارتورل ویلي، ترکیه ژمنه ده، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هم تر خپلې وسې همکاري وکړي. دده په خبره د افغانستان سوکالي او ارامي د ترکیې هیله ده او تر هغه یې چې وسه وي د سولې په برخه کې به خپلې مرستې و نه سپموي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان ثبات نه یوازې د افغانانو په ګټه دی بلکې د ټولې سیمې لپاره د اقتصادي پرمختګ زمینه برابروي نو د سیمې هېوادونو ته هم په کار ده، چې په دې برخه کې جدي او په پوره دقت ګامونه اوچت کړي.




































