د کډوالۍ نړیواله اداره وایي، تېره اوونۍ افغانستان ته له ایرانه ۱۲ زره کډوال ستانه شوي دي. په روان کال کې دا د افغانانو لویه شمېره ده چې یوځای له ایران خپل هېواد ته ستنېږي. ایران ته ډېری افغان کډوال د کار په موخه ځي، چې د امریکا وروستیو بندیزونو یې هلته ژوند تریخ کړی دی. روان میلادي کال له پيله تر دې دمه ۶۷۰ زره افغانان له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو نړیواله اداره داسې مهال دغه راپور خپروي، چې په افغانستان کې هم د بې کارۍ کچه اوج ته رسېدلې ده. تر څنګ یې د جګړو له امله هم زرګونه کسان په کور د ننه بې ځایه شوي دي.