پاکستان له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د طاهر خان داوړ د قتل په اړه دې د پښتونخوا پولیس چارواکي څېړنې وکړي. د راپورونو له مخې د پاکستاني پولیسو پښتون افسر طاهر دواړ په اسلام اباد کې برمته او څلور ورځې وروسته یې مړی د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې وموندل شو. په ورته وخت کې نن په ننګرهار کې د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومي مخورو او مشرانو په یوه غونډه کې د پاکستان حکومت تورن کړ چې داوړ یې وژلی او په ورته کارونو سره غواړي د کرښې دواړو لوریو ته پراته وروڼه قومونه سره بېل کړي. مشرانو پاکستان ته په خطاب کې ویلي چې په ورته کارونو سره نه شي کولی د پښتنو تر منځ درز رامنځته کړي، ځکه دوی پوهېږي چې داوړ چا وژلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت ادعا کړي چې افغان حکومت د نوموړي له جسد سره د داعش ډلې د خراسان څانګې یو لیک هم موندلی دی. خو ویل کېږي چې یاد لیک په اردو رسم الخط لیکل شوی دی.