امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی دی چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي او عملي ګامونه واخلي. دا څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د مبارزې د همغږۍ مسوول نتان اليګزنډر ساليس پرون د کانګرېس يوې غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي. هغه زياته کړې چې پاکستان بايد د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې نور عملي او جدي اقدامات وکړي. دغه امريکايي چارواکي زياته کړې، پاکستان تر دې وړاندې د القاعدې پر ضد ښه اقدامات کړي، خو امريکا ترې غواړي چې د حقاني ډلې، لشکر طيبه او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې هم جدي اقدامات وکړي. د امريکا د کانګرېس يوه غړي ټيډ پوي غونډې ته بيا ويلي چې پاکستان په دې برخه کې ښه رول نه دى ترسره کړى، ترهګر له کلونو راهيسې له پاکستانه افغانستان ته ځي او هلته ورانکارې ګړنې ترسره کوي.