د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي چې د افغان سولې پروسه د دوی له واکه وتلې ده. نوموړې یادې څرګندونې نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. هغې زیاته کړې چې د مسکو تر غونډې وروسته دا ورته جوته شوې ده چې دا پروسه د دوی په واک کې نه ده. هغې دغه راز زیاته کړې چې په ژنیو غونډه کې هم چې د افغان سولې په اړه به پکې خبرې وشي، تر اوسه ورته د دوی کوم پلاوی غوښتل شوی نه دی. دا څرګندونې وروسته تر هغه مطرح کېږي چې یوه اوونۍ وړاندې په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پنځه کسیز پلاوي هم ګډون کړی وو. طالبانو په یاده ناسته کې ویلي چې دوی له افغان حکومت سره نه خو له امریکا سره خبرو ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني او د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، سولې ته نږدې شوي او ژر به په دې برخه کې ښکاره او مثمر ګامونه واخیستل شي.



































