د فراه والي محمد شعیب ثابت وایي چې په یاد ولایت کې د وروستیو بریدونو تر شا د سیمې استخبارات پراخ لاس لري. هغه پرون ناوخته رسنیو ته وویل چې ګاونډي هېوادونه په دغه ولایت کې د خپلو ګټو په موخه له وسله والو طالبانو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي. شعیب وویل چې ایران په دغه ولایت کې جنګېدونو طالبانو ته لایزري وسلې او د شپې دوربینونه ورکړي دي. نوموړي زیاته کړه، کله چې په افغانستان کې د پرمختګ خبره کېږي پر دوی (ګاونډیو هېوادونو) فشارونه ډېرېږي، د بخش اباد د اوبو بند موضوع ده، دا د ایران لپاره یو مشکل دی نو نه غواړي چې بخش اباد بند جوړ شي. هغه دغه راز بالابلوک، خاک سفید، پشت رود او خاش رود هغه ولسوالۍ یادې کړې چې دا مهاله له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي. نوموړي د فراه د وضعیت د کنټرول لپاره له مرکز کابل څخه دغه ولایت ته د هوايي او کمانډويي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه. د فراه والي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دغه ولایت په دې وروستیو کې د خونړیو امنتیي پېښو شاهد وو.




































