په قطر کې له طالبانو سره د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد دویمه ناسته هم وشوه. طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي؛ ناسته کې د طالب بندیانو تبادله او د افغان سولې لپاره د یوه روښانه میکانیزم پر جوړولو خبرې وشوې. طالبان ادعا کوي، چې سولې ته چمتو دي، خو په دې شرط چې بهرني ځواکونه ووځي او نوی نظام رامنځته شي. د سولي عالي شورا هم هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دا ناسته به مثبتې پایلې ورکړي او طالبان به له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو شي. د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د دویمې ناستې خبر وروسته له هغې خپریږي چې طالبانو په مسکو کې هم د سولې په تړاو د دویمې غونډې لپاره چمتووالی ښودلی و. بلخوا سپوږمۍ راډيو ته د رسيدلو معلوماتو له مخې د افغانستان د حکومت ، امريکا او انګلستان د سفارتونو د ګډې پريکړې له مخې به نيږدې راتلونکې کې ،د سولې عالي شورا ړنګه او د سولې خبرو اترو لپاره به نوی دولس کسيز بورډ جوړ او خپل فعاليت به په رسمي توګه پيل کړي.



































